د وېکټوریا دندې (Jobs Victoria)
د وېکټوریا د دندو (Jobs Victoria) مرکز له هغو کسانو سره مرسته کوي چې د کار په لټه کې دي او همدارنګه له کارګمارونکو سره هم مرسته کوي ترڅو هغه کارکوونکي ومومي چې دوی ورته اړتیا لري.
تاسو کولی شئ خپل د استوګنې ځای ته نږدې د وېکټوریا د دندو (Jobs Victoria) له یوه کارپوه سره لیدنه ولرئ. موږ په انلاین ډول او د تلیفون له لارې هم اړونده معلومات او مشورې وړاندې کوو.
د کار په لټه کې کسانو لپاره د وېکټوریا د دندو (Jobs Victoria) د مرکز خدمات
آیا تاسو د دندې په لټه کې یاست؟ دا وړیا خدمات درسره مرسته کولی شي.
د وېکټوریا د دندو (Jobs Victoria) د مرکز وکیلان
د وېکټوریا د دندو (Jobs Victoria) مرکز یو وکیل کولی شي له تاسو سره د دندې په لټون کې مرسته وکړي. یو وکیل کولی شي:
- له تاسو سره د هغه ملاتړ، روزنې یا زده کړو په موندلو کې مرسته وکړي کومو ته چې تاسو د دندې ترلاسه کولو لپاره اړتیا لرئ
- ستاسو لپاره د وېکټوریا د دندو (Jobs Victoria) په آنلاین مرکز د دندو د لټون په برخه کې مرسته وکړي
- د دندې ترلاسه کولو څرنګوالي په اړه درسره معلومات شریک کړي
- تاسو د کور موندنې په اړه ملاتړ یا مشورې ته د اړتیا په صورت کې د نورو خدماتو سره وصل کړي.
له وکیل سره د خبرو کولو لپاره، د وېکټوریا د دندو (Jobs Victoria) 1300 208 575 بېړنۍ شمېرې ته زنګ ووهئ یا زموږ نقشه وکاروئ تر څو خپل د استوګنې ځای ته نږدې یو وکیل پیدا کړئ.
د وېکټوریا د دندو (Jobs Victoria) د مرکز لارښوونکي
د وېکټوریا د دندو (Jobs Victoria) مرکز لارښوونکي له هغو کسانو سره مرسته کوي چې د اوږدې مودې لپاره د کار په لټه کې دي. دوی د هغو کسانو سره هم مرسته کوي چې له داسې ننګوونو سره مخ وي چې د دوی لپاره د کار موندل ستونزمن کوي. یو لارښوونکی کولی شي چې:
- د کار لپاره د چمتووالي په موخه له تاسو سره مرسته وکړي
- له تاسو سره د خلص سوانح او دندو ته د غوښتنلیک په ورکولو کې مرسته وکړي
- له تاسو سره د کاري مرکې په موخه په چمتووالي کې مرسته وکړي
- په نوې دنده کې ستاسو په لومړیو شپږو میاشتو کې ستاسو ملاتړ وکړي.
له یوه لارښوونکي سره د خبرو کولو لپاره، د وېکټوریا د دندو (Jobs Victoria) مرکز 1300 208 575 بېړنۍ شمېرې ته زنګ ووهئ یا خپل ځای ته نږدې د یوه لارښوونکي د موندلو لپاره زموږ اړونده نقشه وکاروئ.
د وېکټوریا د دندو (Jobs Victoria) مرکز د دندو مشاورین
د وېکټوریا د دندو (Jobs Victoria) مرکز مسلکي مشاورین له هغو کسانو سره مرسته کوي چې د کار په لټه کې دي، ډېر کار ته اړتیا لري یا غواړي خپله مسلکي دنده بدله کړي. د دندې اړوند مشاور کولی شي:
- له تاسو سره د خپل مسلک په پلان کولو کې مرسته وکړي
- له تاسو سره ستاسو د مهارتونو او مثبتو ټکو په پوهیدو کې مرسته وکړي
- له تاسو سره د دندو د غوښتنلیکونو په چمتو کولو کې مرسته وکړي
- تاسو د نورو دندو د ملاتړ له خدماتو سره وصل کړي.
تاسو کولی شئ خپل د استوګنې ځای ته نږدې د دندې له مشاور سره لیدنه ولرئ یا په آنلاین او د تلیفون له لارې ورسره لیدنه برابره کړئ. 1800 967 909 شمېرې ته زنګ ووهئ ترڅو د دندې اړوند مشاور سره د لیدنې وخت وټاکئ.
د وېکټوریا د دندو (Jobs Victoria) آنلاین مرکز
د وېکټوریا د دندو (Jobs Victoria) آنلاین مرکز یو ډول وړیا خدمات دي چیرې چې تاسو کولی شئ د دندو لټون او غوښتنه وکړئ.
د دندو د لټون لپاره دلته کلیک وکړئ.
د دندو لپاره د غوښتنلیک ورکولو په موخه، تاسو اړتیا لرئ چې نوم لیکنه وکړئ. نوم لیکنه چټکه او اسانه ده.دلته نوم لیکنه وکړئ.
وروسته له هغې چې تاسو په آنلاین مرکز کې ثبت شئ، تاسو به د نویو دندو په اړه خبرتیاوې ترلاسه کړئ کومې چې ستاسو د غوښتنو او موقعیت سره سمون لري.
د وېکټوریا د دندو (Jobs Victoria) مرکز
که تاسو د کار د لټون په اوږدو کې مرستې ته اړتیا لرئ یا د وېکټوریا د دندو (Jobs Victoria) په اړه پوښتنه لرئ، د وېکټوریا د دندو (Jobs Victoria) مرکز 1300 208 575 شمېرې ته (د سهار له 9 بجو څخه تر 5 بجو پورې، له دوشنبې څخه جمعې پورې) زنګ ووهئ.
د سوداګریو لپاره د وېکټوریا د دندو (Jobs Victoria) خدمات
د وېکټوریا د دندو (Jobs Victoria) آنلاین مرکز
د وېکټوریا د دندو (Jobs Victoria) آنلاین مرکز د یو ډول وړیا خدمات دي چیرې چې تجارتي کسان کولی شي د کارکوونکو لټون وکړي او د دندو خالي بستونه اعلان کړي. دلته کلیک وکړئ خپله سوداګړي ثبت کړئ او د اړتیا وړ کارکوونکو لپاره په لټون پیل وکړئ.
د ګمارنې ملاتړ
د وېکټوریا د دندو (Jobs Victoria) د مرکز همکاران کولی شي ستاسو له سوداګرۍ سره د کارکوونکو په موندلو کې مرسته وکړي. د ګمارنې د وړیا ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره، خپل ځای ته نږدې د وېکټوریا د دندو (Jobs Victoria) مرکز همکاره اداره ومومئ:
- د همکارانو په نقشه د وېکټوریا د دندو (Jobs Victoria) مرکز د همکارانو لټون وکړئ
- د وېکټوریا د دندو (Jobs Victoria) مرکز1300 208 575 بېړنۍ شمېرې ته زنګ ووهئ یا info@jobs.vic.gov.au ته بریښنالیک ولېږئ
د وېکټوریا د دندو (Jobs Victoria) د مرکز همکاران کولی شي ستاسو له نويو کارکوونکو سره د روزنې او لارښوونې په برخه کې مرسته وکړي، ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې دوی ستاسو په کارځای کې ښه خدمات وړاندې کوي.
د وېکټوریا د دندو (Jobs Victoria) مرکز
که تاسو د کارکوونکو په موندلو کې مرستې ته اړتیا لرئ یا د وېکټوریا د دندو (Jobs Victoria) د مرکز د خدماتو په اړه پوښتنه لرئ، نو د وېکټوریا د دندو (Jobs Victoria) مرکز1300 208 575 بېړنۍ شمېرې ته (د سهار له 9 بجو څخه تر 5 بجو، دوشنبه تر جمعې پورې) زنګ ووهئ
د شفاهي ژباړې خدمات
که تاسو یوه شفاهي ژباړونکي ته اړتیا لرئ نو:
- د وېکټوریا د دندو (Jobs Victoria) مرکز 1300 208 575 بېړنې شمېرې ته (د سهار له 9 بجو څخه تر 5 بجو پورې، له دوشنبې څخه تر جمعې پورې) زنګ ووهئ په دې سره به موږ تاسو تحریري او شفاهي ژباړې له ملي ادارې (TIS) سره په اړیکه کې کړو.
- یا TIS ته په 131 450 شمېره زنګ ووهئ او دوی به زموږ د تلیفون له بېړنۍ شمېرې سره په اړیکه کې شي.