Lady on laptop

که تاسې په ویکټوریا کې د کار لټون کوئ، نو ویکټوریا دندې کولی شي تاسې سره مرسته وکړي.

موږ خلکو سره دندو او روزنیزو فرصتونو موندلو کې مرستې لپاره مخامخ، آنلاین او د تلیفون له لارې یو لړ خدمتونه او ملاتړ وړاندې کوو.

مخامخ

زموږ د ویکټوریا دندې ملاتړي کونکي، روزونکي او د مسلک مشاورین کولی شي تاسې سره دنده موندلو یا د دندې لپاره چمتو والي کې مرسته وکړي او تاسې نور ملاتړ او مالوماتو ته راجع کړي. په خپله ځایی سیمه کې ملاتړ ومومئ.

د تلیفون له لارې

په 1300 208 575 شمیرې د ویکټوریا دندې هاټلاین ته د تلیفون کولو له لارې په خپله ژبه کې مشورې او مالوماتو ته لاسرسی ولرئ.

آنلاین

د ویکټوریا دندې آنلاین هب کې د دندې فرصتونو لپاره نوم لیکنه وکړئ. تاسې کولی شئ پدې پاڼه کې د نوم لیکنې لپاره لارښوونې ومومئ.

د ویکټوریا دندې آنلاین هب کې د دندو فرصتونو لپاره څنګه نوم لیکنه وکړئ

1. نوم لیکنه

jobs.vic.gov.au/findwork ته ورشئ

"زه دنده لټووم" انتخاب کړئ

"د کار لپاره غوښتنه کول" باندې کلیک وکړئ

دا به تاسې د ویکټوریا دندې آنلاین هب ته ویسي.

2. خپل حساب جوړ کړئ

د سم تلیفون لمبر او بریښنالیک پشمول خپل تفصیلات ولیکئ.د سم تلیفون لمبر او بریښنالیک پشمول خپل تفصیلات ولیکئ.

"د نوم لیکنې پیل" انتخاب کړئ.

3. موږ ته خپل د کار کولو حقونو په اړه ووایی

تاسې په شرایطو برابرۍ لپاره اړ یې د آسټریلیا د کار کولو حقونه ولرئ.

که تاسې په ویزه دلته یې، وګورئ چې آیا تاسې د کار کولو محدود ساعتونه لرئ.

تاسې کولی شئ موږ ته وایی چې تاسې په اونۍ کې څو ساعتونه کار کولی شئ، او له څومره مودې راهیسې د کار لټون کوئ.

4. د کار تاریخچه یا مخینه او وړتیاوې

دلته تاسې فرصت لرئ چې احتمالي کارګومارونکو ته خپل مهارتونه او تجربه وښیوئ.

هرڅومره چې کولی شئ هغومره مالومات پکې شامل کړئ ترڅو ډاډ لاسته راوړئ چې د ټولو هغه دندو سره ونښلول شئ کومې چې ستاسې لپاره سمې دي.

خپل د تعلیم سطحه انتخاب کړئ. ممکن تاسې نه وغوښتل شي چې د خپلو وړتیاو په اړه نور تفصیل ولیکئ.

هغه دندې چې تاسې مخکې درلودلې هغه ولیکئ، پشمول د دندې ډول او ساحه (صنعت). د مثال په توګه عام رولونو یادونه پکې وکړئ.

د تیرو دندو وراضافه کولو لپاره "د تجربې اضافه کول" باندې کلیک وکړئ. هرڅومره چې تاسې کولی شئ هغومره دندې او ساحې پکې شامل کړئ – دا د کارګومارونکو سره مرسته کوي ستاسې ټوله تجربه وګوري او د هغه دندو فرصتونو حد ډیروي چې تاسې سره سمون لري.

تاسې کولی شئ دا هم وایی چې تاسې لیواله یې په تاسې یوه ساحه یا صنعت کې کار وکړئ چې مخکې مو پکې کار ندی کړي.

5. تنوع او شمولیت

د خپل ځان او خپلې مخینې په اړه موږ ته نور ووایاست. دا موږ سره مرسته کوي پدې اړه پوهه شو چې د ویکټوریا دندې څوک ملاتړ کوي ترڅو ډاډ ولرو چې موږ هغه مالومات او خدمتونه وړاندې کړو کومو ته چې اړتیا ده.

تاسې اړ نه یې دا پوښتنې ځواب کړئ. که تاسې یې ځواب کړئ، نو ستاسې لخوا ورکول کیدونکي تفصیلات محرم دي او د کارګومارونکو سره نه شریکیږي.

6. غوښتنلیک راورسید

کله چې تاسې فورمه ډکه کړئ، یو پیغام به تایید کړي چې ستاسې غوښتنلیک راورسید.

کله چې ستاسې حساب د کارولو لپاره چمتو شي موږ به تاسې ته بریښنالیک ولیږو.

بیا نو تاسې کولی شئ د دندو کتل او دندو لپاره غوښتنه کول پیل کړئ.