
که تاسې په ویکټوریا کې د کار لټون کوئ، نو ویکټوریا دندې کولی شي تاسې سره مرسته وکړي.
آیا د کار په لټه کې یاست؟د ویکټوریا د دندو (Jobs Victoria) آنلاین مرکز کې د دندو لټون وکړئ او غوښتنلیک وسپارئ.
زموږ آنلاین مرکز هغه وړیا خدمات دي په کوم کې چې تاسو کولی شئ د دندو لټون او غوښتنه وکړئ.
همدا اوس دندې ولټوئ
خپلې سیمې ته نږدې دندې پیداکړئ.
د دندو لپاره د غوښتنلیک د سپارلو په موخه نوم لیکنه وکړئ
په آنلاین مرکز کې د دندو لپاره د غوښتنلیک ورکولو په موخه، اړتیا لرئ چې نوم لیکنه و کړئ. نوم لیکنه یې یوه ساده پروسه ده چې له مخې یې تاسو اړتیا لرئ خپل لومړني شخصي او د اړیکې معلومات ورکړئ.
د دندو خبرتیاوې ترلاسه کړئ
وروسته له هغې چې تاسو په آنلاین مرکز کې ثبت شئ، تاسو به د نویو دندو په اړه هغه خبرتیاوې ترلاسه کړئ چې ستاسو د غوښتنو او موقعیت سره سمون ولري.
آیا زه د دغو دندو لپاره په شرایطو برابر یم؟
د ویکټوریا د دندو (Jobs Victoria) آنلاین مرکز وړیا دی د نړیوالو زده کړیالانو په ګډون، د هر هغه چا لپاره د لاسرسي وړ دی چې د کار په لټه کې وي.
د یاد آنلاین مرکز په اړه نور معلومات
زه په دې آنلاین مرکز کې کوم ډول دندې موندلی شم؟
ټولې دندې موندلی شئ، د بې غیر مسلکی دندو څخه نیولې بیا تر لوړو بستونو پورې بیا تر تنخوا لرونکو کار زده کړو پورې دلته شتون لري. دلته د ساختماني، میلمه پالنې، د معلولو کسانو د خدمت، پارکونو او تفریح ځایونو، دولتي، بشري منابعو، روغتیا، ترانسپورت، د ویښتانو د جوړولو او ښکلا، بازار موندنې او تجارت، پرچون، معلوماتي تکنالوژئ، موټرو، پېر او پلور او نورو ډېرو په ګډون، په ګڼ شمېر بیلابیلو کارخانو کې دندې شتون لري.
ایا زه د دندې د موندلو لپاره نوم لیکنې ته اړتیا لرم؟
هر څوک کولی شي په یاد آنلاین مرکز کې د دندو لټون وکړي. د کار لپاره د غوښتنلیک ورکولو په موخه، تاسو اړتیا لرئ نوم لیکنه وکړئ.
آیا زه کولی شم په خپل ګرځنده تلیفون کې دندې وګورم؟
هو. د Sidekicker اپلیکېشن په کارولو سره تاسو کولی شئ یاد آنلاین مرکز ته ننوځئ او په خپل موبایل کې دندې وګورئ.
کله چې زه نوم لیکنه وکړم نو څه به وشي؟
- په دې سره به ستاسو لپاره په یاد آنلاین مرکز کې یو حساب جوړ شي. تاسو کولی شئ هر وخت خپل حساب ته ننوځئ، د دندو لپاره لټون او غوښتنه وکړئ او خپل پروفایل هم په اړینو معلوماتو تازه کړئ.
- تاسو به د کاري فرصتونو په اړه د بریښنالیک له لارې خبرتیا ترلاسه کول هم ولرئ چې ستاسو د موقعیت او علاقې له ساحې سره سمون لري.
زما پروفایل څه شی دی او څرنګه کولی شم هغه تازه کړم؟
ستاسو د آنلاین مرکز په حساب کې یو شخصي پروفایل شامل دی، دا هغه څه دي چې کله تاسو د دندو لپاره غوښتنه کوئ، نو کارګمارونکي یې ګوري. ستاسو پروفایل د آنلاین خلص سوانح په څېر رول لوبوي. تاسو کولی شئ خپله خلص سوانح د خپل ځان او خپلې کاري تجربې په اړونده معلوماتو سره تازه کړئ.
آیا کله چې نوې دندې اعلانیږي نو زه به خبرېږم؟
هو. وروسته له هغې چې تاسو په یاد آنلاین مرکز کې نوم لیکنه وکړئ، تاسو به د نویو دندو د اعلانېدو په صورت کې د بریښنالیک خبرتیاوې ترلاسه کول پیل کړئ. که تاسو د Sidekicker اپلیکېشن راښکته کړئ کولی شئ په مستقیم ډول په خپل تلیفون کې اړونده خبرتیاوې ترلاسه کړئ.
د وېکټوریا د دندو (Jobs Victoria) مرکز د کار په لټه کې کسانو لپارهد بل کوم ملاتړ وړاندیز کوي؟
د وېکټوریا د دندو (Jobs Victoria) مرکز د خپلو مدافع وکیلانو، لارښوونکو او مسلک پوهانو د ډلې له لارې د کار په لټه کې د وېکټوریا ایالت اوسېدونکو ته د ځانګړي ملاتړ خدمات وړاندې کوي.
چېرته کولی شم اړونده تخنیکي ملاتړ ترلاسه کړم؟
که تاسو له یاد آنلاین مرکز څخه د استفادې په برخه کې تخنیکي ستونزې لرئ مهرباني وکړئ له لاندې لارو اړیکه ونیسئ:
support@sidekicker.com.au یا 1800 967 909
که تاسو د یاد آنلاین مرکز په کارولو کې مرستې ته اړتیا لرئ نو مهرباني وکړئ د وېکټوریا د دندو
(Jobs Victoria) بېړنۍ شمېرې 1300 208 575 ته زنګ ووهئ.