
د ویکټوریا د دندو آنلاین هب (Jobs Victoria online hub)
د ویکټوریا د دندو آنلاین هب د دندې ته چمتو دندې لټوونکي د کارګومارونکو سره مخامخ کوي څوک چې د ځایی، دندې ځواک په لټون کې وي.
موږ تاسې سره پدې برخه کې کار کولی شو چې ستاسې د سوداګرۍ اړتیاوې وپیژنو او تاسې سره په ویکټوریا کې د صحیح مهارتونو او تجربې لرونکي خلکو موندلو کې مرسته وکړو.
دا څنګه کار کوي؟
تاسې کولی شئ په آنلاین هب کې وړ کارکوونکو ته د دندو اعلان لپاره نوم لیکنه وکړئ.
دندې باید:
- په ایده آل ډول لږترلږه د 3 میاشتو لپاره یې، مګر د لنډې مودې موسمي دندې هم اعلان کې ورکول کیدی شي
- د ټاکلي نرخ، یا د ساحې نرخ له مخې تادیه شي، هر کوم یو نرخ چې لوړ وي.
د آنلاین هب له لارې تاسې کولی شئ:
- د دندو اعلان وځړوئ
- لومړنۍ ارزونې وکړئ
- د غوښتونکو یا نوماندانو بشپړ نوملړ څخه انتخاب وکړئ یا لنډ نوملړ ترلاسه کړئ.
زه څنګه پیل وکړم؟
د نوم لیکنې فورمه ډکه کړئ – د اړیکې او سوداګریزو تفصیلاتو سره.
کله چې ستاسې نوم لیکنه پروسس شي:
- موږ به تاسې سره د موجود فرصتونو په اړه غږیدو او ستاسې حساب تنظیم کې مرستې لپاره اړیکه ونیسو.
- تاسې کولی شئ د خپل شرکت پروفایل د لوګو، عمومي لید او ستاسې ویب پاڼې ته د لنکونو سره جوړ کړئ.
- بیا نو تاسې کولی شئ په هب کې د دندو اعلان خپرول پیل کړئ.
تخنیکي مرستې ته اړتیا لرئ؟
د آنلاین هب اړوند تخنیکي مرسته د سایډکیکر لخوا وړاندې کیږي: support@sidekicker.com.au یا 1800 882 694 شمیرې ته تلیفون وکړئ.
د کارګومارونکو لپاره ګټورې مقالې هم شتون لري چې د پیل په اړه وایی، څنګه د دندې اعلان وځړوئ او څنګه د دندې فرصتونه مدیریت کړئ.
نور کوم ملاتړ شتون لري؟
د آنلاین هب سربیره، د ویکټوریا دندې د دنده لټوونکو او کارګومارونکو د ملاتړ او نښلولو لپاره مناسب خدمات وړاندې کوي.
د ویکټوریا د دندو د استخدام شبکه (Jobs Victoria Employment Network )JVEN)) د ویکټوریا حکومت په دندو کې د استخدام اړوند خنډونو سره مخ کیدونکي د ویکټوریا اوسیدونکو سره مرستې لپاره لوی فعالیت دی. دا خدمات د استخدام متخصصینو لخوا وړاندې کیږي څوک چې د کارګومارونکو سره له نږدې کار کوي چې د دندې فرصتونه وپیژني او د دغه دندو لپاره د دندې لټوونکي چمتو کړي.
د ویکټوریا دندې او زموږ د شریکانو شبکه به ستاسې سوداګرۍ ته د کوم لګښت پرته ستاسې استخدام ملاتړ کړي. موږ به:
- تاسې سره ستاسې سوداګرۍ لپاره اړین دقیق مهارتونو او تجربې پیژندلو کې کار وکړو
- د دې اړتیاو سره سمون لرونکي مناسب نوماندان په ګوته کوو
- انتخاب شوي دنده لټووونکو ته به د استخدام او کار چمتو والی ورکړو چې پدې کې حرفه ای روزنه، د مهارتونو لوړوالی او روزنه شامل دي.
موږ همدارنګه کولی شو د کار پیل کولو نه وروسته د هر نوي کارکونکي لپاره ملاتړ وړاندې کړو، ترڅو ډاډ لاسته راشي چې هغوی ستاسې کارځای ته ارام او هوسا لیږد ولري.
ستاسې سوداګرۍ کې زموږ د مرستې څرنګوالي په اړه نورو معلوماتو لپاره زموږ سره اړیکه ونیسئ.
تاسې همدارنګه کولی شئ خپله ځایی سیمه کې د ویکټوریا د دندو یو شریک ومومئ.