
په آنلاین مرکز کې دندې اعلانکړئ
آیا د کارکوونکو په لټه کې یاست؟همدا اوس نوم لیکنه وکړئ ترڅو د دندې خالي بستونه اعلانکړئ او له غوښتونکو سره اړیکه ونیسئ.
د وېکټوریا د دندو (Jobs Victoria) آنلاین مرکز یو ډول وړیا خدمات دي چې کارګمارونکي د کار په لټه کې کسانو سره نښلوي. تاسو کولی شئ د دندې خالي بستونه خپاره کړئ، غوښتنلیکونه وګورئ او له کاندیدانو سره اړیکه ونیسئ.
کله چې نوم لیکنه وکړئ، نو د وېکټوریا د دندو (Jobs Victoria) د مرکز د ډلې غړی به تاسو سره اړیکه ونیسي ترڅو ستاسو د تجارت په اړه په نورو معلوماتو ځان پوه کړي. موږ به له تاسو سره ستاسو د حساب په برابولو کې مرسته وکړو او تاسو ته به وښیو چې څرنګه کولی شئ په یاد آنلاین مرکز کې خپلې د ګمارنې اړتیاوې په ښه توګه پوره کړئ.
د یاد آنلاین مرکز په اړه نور معلومات
څرنګه کولی شم خپل کاروبار ثبت کړم؟
د ویکتوریا هر کاروباري یا کار ګمارونکی کولی شي په آنلاین مرکز کې نوم لیکنه وکړي. دا یوه ساده پروسه ده په کومه کې چې تاسو اړتیا لرئ د خپلې اړیکې لومړني معلومات او د خپلې سوداګرۍ توضیحات ورکړئ.
کله چې زه خپله سوداګري ثبت کړم نو څه به وشي؟
وروسته له هغې چې تاسو نوم لیکنه وکړئ نو:
- موږ به تاسو سره اړیکه ونیسو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې آیا ستاسو حساب ستاسو د کارګمارنې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره برابر شوی که څنګه.
- تاسو کولی شئ د خپلې سوداګریزې نښې سربېره، خپل عمومي لرلید او خپلې ویب پاڼې ته د لېنکونو په ورکولو سره د خپل شرکت پروفایل جوړ کړئ.
- تاسو کولی شئ په یاد آنلاین مرکز کې د دندو په خپرولو پیل وکړئ او د کاندیدانو څخه غوښتنلیکونه ترلاسه کړئ.
زه په دې آنلاین مرکز کې کوم ډول دندې خپرولی شم؟
تاسو کولی شئ په یاد آنلاین مرکز کې هر ډول دندې خپرې کړئ. دندې باید د ورکولو په نرخ کې ورکړل شي، یا د وېب سایټ په نرخ وي، هر یو چې لوړ قېمت ولري.
زه په یاد آنلاین مرکز کې نور څه کولی شم؟
د دغه آنلاین مرکز له لارې تاسو کولی شئ چې:
- د دندې خالي بستونه وګورئ
- لومړنۍ کتنه ترسره کړئ
- د غوښتونکو له بشپړ لېست څخه غوښتونکي غوره کړئ یا یې لنډ لېست ترلاسه کړئ.
چېرته کولی شم اړونده تخنیکي ملاتړ ترلاسه کړم؟
د آنلاین مرکز په برخه کې تخنیکي مرسته د Sidekicker له لوري ورکول کیږي.
دغه بریښنالیک support@sidekicker.com.au یا 1800 967 909 شمېرې ته زنګ ووهئ.
د کار ګمارونکو لپاره د ګمارنې نور ملاتړ هم شتون لري؟
د وېکټوریا د دندو (Jobs Victoria) آنلاین مرکز له سوداګریو ملاتړ کوي او کولی شي تاسو د هغو کارکوونکو سره په اړیکه کې کړي چې ستاسو د کار شرایط پوره کولی شي:
- د وېکټوریا د دندو (Jobs Victoria) د مرکز همکاران کولی شي تاسو د هغو نوماندانو سره وصل کړي چې ستاسو د سوداګرۍ د اړتیاوو سره سم اړونده مهارتونه او ځانګړتیاوې ولري.