دا فنډ به د کارګومارونکيو څخه د وده او بیا روغیدلو کي ملاتړ وکړي چي د ویکټوریایانو سره د کار په لټه کې د باثباته دندو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

که تاسې د ویکټوریا یو کارګومارونکی یاست او د نوي کارکوونکیو ګومارلو ته چمتو یې، نو د ویکټوریا د دندو فنډ (Jobs Victoria Fund) له مالي پلوه ستاسې ملاتړ کولی شي چې هغه خلکو ته دنده ورکړئ څوک چې د وبا د اقتصادي اغیزو نه خورا ډیر اغیزمن شوي دي.

د ویکټوریا د دندو فنډ (Jobs Victoria Fund) څه شی دی؟

د ویکټوریا دندو د معاش سبسیدي تر 20,000$ ډالرو پورې د مستحقو کارګومارونکو لپاره شتون لري څوک چې مستحق د کار لټوونکي په دندو ګوماري. د معاش سبسیدي د کار د لومړیو 12 میاشتو لپاره د نوي کارکوونکیو  د ګومارلو د لګښتونو پوره کولو لپاره کارول کیدی شي.

تاسې کولی شئ د خپلې سوداګرۍ په پام کې نیولو سره تر 20 پورې د بشپړ وخت مساوي کارکوونکیو لپاره د معاش سبسیدي لپاره غوښتنه وکړئ.

د ویکټوریا د دندو فنډ لخوا ملاتړ کیدونکي دندي به لږترلږه 60 سلنه به يي د ښځو لپاره وي، چې د وبا د پام وړ اغیزه منعکس کړي کوم چې د هغوی د ګومارنې او استخدام فرصتونو باندې يي کړي دی.

د سبسایډي لپاره د شرایطو پوره کولو لپاره تاسې باید د لاندې ورکړل شوي لومړیتوب ګروپونو څخه لږترلږه یوه نه کوم څوک په دنده وګومارئ. دا ګروپونه د دې لپاره ملاتړ کیږي چې وبا په ځانګړي توګه د هغوی کار اغیزمن کړې دی.

د ویکټوریا د دندو فنډ له مالي پلوه دغه په لومړیتوب کې د دندې لټوونکو ملاتړ کوي چې کار پیدا کړي:

  • د 45 کلونو څخه د ډیر عمر لرونکي ښځې
  • هغه کار لټوونکي چې له اوږدې مودې راهیسې وزګار دي (د شپږ میاشتو یا ډیرې مودې لپاره وزګار دي)
  • دنده لټوونکي (Jobseekers) چې د ویکټوریا د دندو د یو شریک سره راجستر دي
  • بومي خلک او/یا د توریس سټریټ ټاپو اوسیدونکي
  • معیوبیت لرونکي خلک
  • پناه غوښتونکي/کډوال خلک
  • نوي رارسیدلي کډوالي چې غیر انګلیسي شالید لري
  • د 25 کلونو څخه د کم عمر لرونکي خلک
  • د 45 کلونو څخه د ډیر عمر لرونکي خلک
  • ترخیص شوي نظامیان (Veterans)
  • هغه خلک چې مخکې د ویکټوریا لپاره د کار کولو نوښت لاندې په کار ګومارل شوي.

که تاسې کارګومارونکی یی او د ویکټوریا د دندو فنډ ته غوښتنلیک کولو ته لیوالتیا لرئ، نو تاسې باید د لومړیتوب دې ګروپونو څخه کارمندان په دندو وګومارئ. مخکې لدي چي تاسي د فنډ غوښتنلیک وکړي.

که تاسې د مستحق کیدلو ټول معیارونه پوره کړئ او لازمي مالومات مو وړاندې کړئ، د فنډ شتون او د شرایط په پام کې نیول سره، تاسې به تمویل شئ.

تاسې کولی شئ تر 20 پورې د بشپړ وخت مساوي کارکوونکیو لپاره د معاش د سبسیډي لپاره غوښتنلیک ورکړئ. که تاسې کارګومارونکی یې او د دې وړتیا لرئ چې د لومړیتوب ګروپونو لپاره ډیر شمیر دندې رامینځته کړئ نو مهرباني وکړئ د ویکټوریا دندو سره په info@jobs.vic.gov.au بریښنالیک کولو اړیکه ونیسئ.

آیا زما سوداګري فنډ ته د غوښتنلیک کولو لپاره مستحقه ده؟

د دې مالومولو لپاره چې آیا تاسې د فنډ لپاره د غوښتنلیک مستحق یاست، مهرباني وکړئ د ویکټوریا دندو هاټلاین ته تلیفو ن وکړئ.

د ویکټوریا د دندو هاټلاین د 150 نه ډیرو ژبو کې د تحریري او شفاهي ژباړو لپاره –131450  – د تحریري او شفاهي ژباړې ملي خدمت (TIS) کاروي.

تاسې کولی شئ د ویکټوریا د دندو هاټلاین ته په 575 208 1300 شمیره د سهار 9 – ماښام 5 بجو ترمینځ، دوشنبه نه تر جمعه پورې تلیفون وکړئ او موږ به تاسې د TIS سره وصل کړو، یا په 131450 شمیره TIS ته تلیفون وکړئ او هغوی به زموږ هاټلاین ته تلیفون وکړي. د TIS ژباړونکي د مخه د آنلاین له لاری بوک کولي شئ، یا سمدلاسه د تلیفون له لارې ژباړونکو لپاره د TIS سره په 450 131 شمیره اړیکه نیولی شئ.

نور مالومات دلته شتون لري:  www.tisnational.gov.au

زه څنګه غوښتنلیک وکړم؟

که تاسې فنډ لپاره غوښتنلیک کولو کې نور ملاتړ ته اړتیا لرئ، نو مهرباني وکړئ د ویکټوریا د دندو هاټلاین ته تلیفون وکړئ.

د ویکټوریا د دندو هاټلاین د 150 نه ډیرو ژبو کې د تحریري او شفاهي ژباړو لپاره –131450  – د تحریري او شفاهي ژباړې ملي خدمت (TIS) کاروي.

تاسې کولی شئ د ویکټوریا د دندو هاټلاین ته په 575 208 1300 شمیره د سهار 9 – ماښام 5 بجو ترمینځ، دوشنبه نه تر جمعه پورې تلیفون وکړئ او موږ به تاسې د TIS سره وصل کړو، یا په 131450 شمیره TIS ته تلیفون وکړئ او هغوی به زموږ هاټلاین ته تلیفون وکړي. د TIS ژباړونکي د مخه د آنلاین له لاری بوک کولي شئ، یا سمدلاسه د تلیفون له لارې ژباړونکو لپاره د TIS سره په 450 131 شمیره اړیکه نیولی شئ.

نور مالومات دلته شتون لري:  www.tisnational.gov.au

خپل آنلاین غوښتنلیک لاندې د Apply Now button تڼۍ له لارې وسپارئ.

اوس غوښتنلیک کول

د ګومارنې ملاتړ

د دندو لټوونکي لومړیتوب ګروپونو د مستحقو کارکوونکیو موندلو او ګومارلو کې مرستې لپاره ملاتړ شتون لري. که تاسې کارکوونکي په دندو ګومارئ، تاسې کولی شئ خپله سوداګرۍ زموږ د ویکټوریا دندو کې راجستر کړئ . تاسې کولی شئ دلته د دندې اعلان ورکړئ او د کار لپاره د چمتو خلکو د د یو ډیر شمیر سره وصل شئ. دا وړیا او په اسانۍ سره د کارولو خدمت تاسې ته د ځایی نوماندانو لنډ نوملړ درکوي چې ستاسې د اړتیا وړ مهارتونه او تجربه لري – او پدې توګه ستاسې وخت او پیسې سپمول کیږي.

که تاسې کارګومارونکی یی او د دندې لومړیتوب لرونکي لټوونکو لپاره ډیر شمیر دندو رامینځته کولو سره لیوالتیا لرئ نو مهرباني وکړئ د ویکټوریا دندو سره د بریښنالیک له لارې اړیکه ونیسئ.

د نورو مالوماتو لپاره په 575 208 1300 شمیره د سهار 9 – ماښام 5 ترمینځ، دوشنبه نه تر جمعه پورې د ویکټوریا د دندو هاټلاین سره اړیکه ونیسئ.

د ګومارنې ملاتړ:  jobs.vic.gov.au/findstaff